د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دي. دواړو لورو د هېوادونو تر منځ د اقتصادي پرمختګ په لارو چارو خبرې کړې. حسین امر عبداللهیان وايي، د سعودي عربستان د بهرینو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره يې په لیدنه کې د دواړو لورو د همکاریو د هر اړخیز سند پر جوړولو، د ټرانسپورټ او سوداګریزو لارو په فعالولو يې ټینګار کړی. دغه لیدنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې شوې. په چین کې له مذاکراتو وروسته، ایران او سعودي عربستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو او د خپلو سفارتونو د پرانیستولو هوکړه وکړه. په دې هوکړې وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تهران او ریاض ته سفرونه وکړل او دواړو هېوادونو خپل سفارتونه هم پرانیستل.
































