د نولسمې دورې د اسيايي لوبو پرانيستونکي مراسم د سپتمبر په ۲۳ مه د چين په ختيځ جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې ترسره شول. د دغو لوبو په ۱۵ ورځني جریان کې به د اسیايي سيمو څه باندې ۱۲ زره لوبغاړي پر هانګ جو ښار سره بيره د نينګ بو، ون جو، هو جو، شاو شينګ او جين هوا په ګډون پنځو ښارونو کې په ۵۶ لوبغاليو کې د ۴۰ ډولونو لوبو په سياليو کې ۴۸۱ طلايي مډالونه سيال وکړي.
د لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ښايسته هنري نندارې ترسره شوې دي چې د چين، اسیا او نړۍ د مختلفو هېوادونو د کلتورونو پيوستون ترې ښکاري.
د چين د لامبو وهلو لوبغاړي (وانګ شون) او د لوبغاړي په بڼه د ډيجيټلي تخنيکونو په کارولو سره جوړ شوی موډل په ګډه د دغو لوبو عمومي مشال بل کړ. دغه مشال له کاربون پرته د ميثانول (methanol) نومي کيمياوي مواد په کارولو سره بل شوی چې مخکې په نړۍ کې ساری نه درلود.
د روانې دورې په اسيايي لوبو کې د اسيا د اولمپيک شورا ټولو ۴۵ غړو ګډون کړی او يو شمېر هېوادونو او سيمو ډېره لويه پيمانه لرونکي پلاوي ليږلي،چې پدې سره د روانې دورې لوبو د ګډون کوونکو لوبغاړو او د سياليو ډولونو شمېر په تاریخ کې تر ټولو زيات دی.
































