د بامیانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پنجاب او ورس ولسواليو کې د ۱۷.۵ کیلو متره سړک د بیا رغولو چارې پيل شوې دي. یاد سړک د UNHCR په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه ۹۱۰ زره افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي، چې چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي. په یادو مراسمو کې د بامیان والي عبدالله سرحدي له خلکو وغوښتل چې اوږه پر اوږه له حکومت سره ودرېږي او د هېواد په ابادي او پرمختګ کې ونډه واخلي. د یادې پروژې په پلې کولو سره ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
































