د عامې روغتیا سرپرست وزیر له لوري د پولیو له منځه وړلو ملي بیړني مرکز کې د پولیو په اړه د پوهاوي او د خلکو پوښتنو ته د ځواب په موخه په عصري وسایلو سمبال د اړیکو مرکز پرانیستل شو. د عامې روغتیا سرپرست وزیر د یاد مرکز د پرانيستلو پر مهال ویلي، چې دا مرکز د خلکو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب ویلو کې اړین رول لري. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مرکز د یونیسف په مالي او تخنیکي مرسته جوړ شوی، چې د پولیو په لهمنځه وړلو کې کار کوي.
































