د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت د دوام دروند بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی. دغې ادارې نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بودجې د کموالي له کبله څه باندې یو ملیون میندې او ماشومان د خوارځواکۍ پر وړاندې د تغذیې مرسته نه شي ترلاسه کولی. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې ۲۹ میلیونه او دوه لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۸۰ سلنه کورنۍ د ځانونو مړولو لپاره پیسې یا هم خواړه پور کوي، چې له کبله یې ګڼې کورنۍ په پورونو کې ډوبې شوې دي.
































