خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دې ولایت په مرکز متون او اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالی کې د افغان پرمختیایي موسسې په همکارۍ د کرنې او مالدارۍ اړوند ۱۱ پروژې بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د چاراکو په خبره په دغو پروژو کې ۲ شنې خونې، ۶ د وزو فارمونه او ۳ د فیل مرغانو فارمونه شامل دي. د دغو پروژو موخه خلکو ته د کار تلپاتې زمینه برابرول او د کرنې او مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ده. د یاد ریاست د مسوولینو به وینا، نږدې راتلونکې کې به د ۱۵ نورو پروژو چارې هم پیل شي.
































