د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا خبرداری ورکوي چې که د بودجې د سخت کمښت ستونزه یې هواره نشي، نو به افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو اندازه ډیره راکمه کړي او هغه هم داسې مهال چې په دې هیواد کې سخته لوږه د ریکارډ ترکچې رسیدلې. اوچا پرون د دغه خبرداري ترڅنګ ویلي، چې د روان کال د جنورۍ نه ترجولای میاشتې پورې په افغانستان کې بشري شریکانو ۲۲،۶ میلیون وګړو ته د خوړو او کرنې په برخه کې مرستې رسولي دي. د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان، څانګې هم پرون په خپله اېکس پاڼه کې خبرداری ورکړی، چې که لازمه بودجه ترلاسه نه کړي نو به اته میلیونه افغانان د ژوند ژغورنې له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
































