د غورامنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د چهارسدې ولسوالۍ په تګاب تاق کلي کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن وايي، چې چې نن سهار د یاد ولایت د چهارسدې ولسوالۍ په تګاب تاق کلي کې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۲ تنه مړه شوي او ۴ نور ټپیان دي. د یادې پېښې لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































