د بغلان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې ۱۴۶ پراختیايي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس عبدالواحد عبیده وايي، چې د دغه ولایت په بنو، ده صلاح، پلحصار، دوشي، خنجان ،تاله او برفک ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د نږدې ۴۸۲ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۴۶ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. هغه زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، کانالونو، سربندونو او د اوبو رسولو شبکو رغول او بیارغول شامل دي. د یادو پروژو څخه ۱۳ زره ۲۴۸ کورنۍ برخمنې شوې دي او په راتلونکو ۶ میاشتو کې به ۲۰۰ نورې ټولګټې پروژې پلې شي.
































