د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو، د استخباراتو لوی ریاست او خصوصي سکټور په غړیتوب له صنعت او صنعتکارانو څخه د ملاتړ په موخه غونډه کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان د صنعت او معدن خونه به کورني تولیدات د رسمي لیک له لارې د تعرفې کمېټې ته ور معرفي کوي. په غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې ټولې دولتي ادارې دې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ په موخه په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو او محصولاتو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ وي.
































