د افغانستان سرپرست حکومت وايي په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې له دوی سره مرسته نه کوي. ملګرو ملتونو پرون اعلان وکړ، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څه باندې ۳ نیم میلیونو ته رسېدلی دی چې څه باندې اووه نیم لکه یې نا راجستر شوي کډوال دي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په پاکستان کې د افغانستان سرپرست سفیر سردار احمد شکېب ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دوی سره د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې مرسته نه کوي. نوموړی وايي، “يو اېن اېچ سي ار او دې ته ورته نورې ادارې چې د کډوالو په چارو کې کار کوي نه يوازې دا چې دوی د خپلو فعاليتونو او لګښتونو په اړه خبر کړي نه دي، بلکې د شته ستونزو په اړه چې له دوی سره اړيکه نيسي، هېڅ همغږي نه کوي.
































