د سپتمبر د ۲۳مې نيټې په ماښام په هانګ جو کې د اسيا لوبو د پرانيستنې مراسم پيل شول او د چین د دولت رئيس شي جين پینګ د دې لوبو پيلېدل اعلان کړل. په اسيا کې د يوې لويې سپورټي مېلې په توګه د دې لوبو پرانيستنې مراسم په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. د ډېرو خبري رسنيو په اند ياد مراسم له تخنيکي او کلتوري عواملو څخه ډک و او هم يې د دې مراسمو د تر سره کولو لپاره د ټولو کارکوونکو کارونه ستايلي دي. په دې اړه د چين د ميډيا ګروپ خبريالې غاټول د افغاستان د ازمون ميډيا ګروپ له رئیس شريف الله سروري سره مرکه کړې ده. هغه ويلي چې چين د دې لوبو پرانيستنې په مراسمو کې دا ثابته کړې چې د خپل ژور سياسي او اقتصادي ثبات ترڅنګ، ټکنالوژيک او کلتوري وده او ښه شهرت هم لري. د دغو لوبو پرانيسته او ورته نيول شوي مراسم هم بې ساري او نوښتګر و.
په ورته وخت کې هغه هم د دې لوبو د چمتوالي کارونه ډېر وستايل او د ملتونو له کلتوري ارزښتونو خپرول د یادو لوبو د تنظیمونکو کمیټو ځیرکتیا او تکړه توب په ګوته کوي. هغه زياته کړه چې دوی د لوبو د مختلفو رشتو او ټولو ګډون کوونکو لوبډلو لپاره په زړه پورې تیاریانې نيولې. له ټولو تیاریو او چمتوالي سره سره، د یادو لوبو ښه او بې ساری رسنیز پوښښ یوه بله غټه لاسته راوړنه ده.
حقيقت دا دی چې د دغو لوبو د تشکيلاتي کميټې او اړوندو کارکوونکو په ګډو هڅو سره چين نړيوالو ته ياد په زړه پورې مراسم تر سره کړي چې ډېر وګړي دغه مراسم ځانګړي بولي. خو دا ډېره د پاملرنې وړ ده چې د روانې دورې په اسيايي لوبو کې د کرکيټ په شمول ډېرې هغه لوبې هم ترتیب شوې چې اوس لا هم د اولمپيک په سپورټي لوبو کې نه دي شامل شوي. د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د کرکیټ ابتدایي لوبې له يادو مراسمو نه مخکې د جه جيانګ ولايت په صنعتی پوهنتون کې پيل شوې. افغان کرکيټ لوبغاړي به د اکتوبر په درېیمه نېټه هم په دې لوبو کې ګډون وکړي. که څه هم د کرکيټ لوبې په چين کې دومره مروجې نه دي، خو تشکيلاتي کميټې يې د دې لوبو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او په لوړ معيار سره يې د کرکيټ لوبو لوبغالی جوړ کړی. په دې اړه ښاغلي سروري داسې ويلي چې چین د اسیايي لوبو بې جوړې او زبردست ترکیب کړی. د اسیايي لوبو په تشکیل کې د کرکيټ ور اضافه کول، د کرکيټ د لوبو لپاره د لوبغالو اماده کول او په درجوي اساس د یادو لوبو تنظیمول بې ساری او ښه ګام دی. له سپورتي بهیره د نړۍ خبرول او همدا شان د کرکيټ لوبې د بې کچې پرمختګ ارزیابي کول او په اسیايي لوبو کې کرکټ لوبې ته مهم ځای ورکول به د اسیایي لوبو د لېدونکو او ګډون کوونکو هېوادونو لپاره په زړه پورې واوسي. افغانستان د یادو لوبو د یوه مهم ګډونوال په توګه د نورو برخو تر څنګ د افغان ابدالیان په نوم د کرکيټ لوبډله هم لېږلې ده.تمه ده چې افغان ابدالیان لوبډله به د خپلو تجربه کارو او د تکړه لوبغاړو په شتون کې ښې لوبې وکړي او د روانو لوبو لېدونکو ته به د ښې نندارې فرصت برابر کړي.
مونږ باور لرو چې نه يوازې افغان لوبډله بلکې د نورو هېوادونو لوبډلې به په سياليو کې ښې لوبې وکړي. دا چې په دې لوبو کې د اسيا له ۴۵ هېوادونو او سيمو څخه راغلي لوبغاړي د خپلو هېوادونو د ژبو، کلتور او نورو ستونزو په لېرې کولو سره په هانګ جو ښار کې راغونډ شوي دي. دوی ټينګه اراده لري چې په دې لوبو کې خپل کلتور وښيي او هم د نورو هېوادونو له کلتورونو څخه د ښو تجربو زده کړه وکړي. د چین د دولت رئيس شي جین پينګ په دې لوبو کې د ګډون په موخه قدرمنو مېلمنو ته په وينا کې داسې ويلي چې اسیا د انساني تمدن مهمه سرچينه ده او پکې د ليدو وړ تمدنونه رامنځته شوي و. د اسيا لوبې د سپورټ او کلتور د پيوستون لپاره ښه زمينه برابره کړې او د اسيايي کلتور ښکارندويي کوي.
ښاغلي سروري د مرکې په پای کې داسې ويلي چې چین د دې لوبو په تر سره کولو سره نړۍ ته د اسیا لویې وچې یو مثبت انځور وړاندې کړ او دا به په عین وخت کې د هغو شر خوښوونکو مخنیوی وکړي چې په دې ښکلې او لرغونې سیمه کې د ناامنۍ او ترهګرۍ د خورولو هڅه کوي.
































