د فارياب ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي دي. د فارياب ولایتي چارواکو ویلي، چې دا پېښه پرون ماښام د ګرزيوان ولسوالۍ د غلبيانو د تيوه کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده. چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې دوه تنه چې عمرونه يې ١٧ او ١٢ کاله دي، په ياده شوې سيمه کې د څارويو د څرولو پر مهال وژل شوي دي. ویل کېږي، دغه چاودېدونکي توکي د تېرو جګړو له امله پاتې وو.
































