د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ د ګنج په سیمه کې د هاوان د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودېدنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. دغه پېښه پرون ناوخته هغه مهال شوې چې په سیمه کې ماشومان په لوبو بوخت وو او د هاوان مرمۍ د جګړو له وخته په سیمه کې پاتې وه. ویل کېږي، چې د پېښې د قربانیانو عمرونه د ۹ او ۱۲ کلونو ترمنځ وو. د هاوان مرمۍ د چاودېدو له امله د ټپي شویو ماشومانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
































