د کندهار په ۱۵ ناحيو کې د بيارغونې ٣١ پروژې تر کار لاندې دي چې څه باندې اووه زره کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده. د ښاروالۍ وياند سيف الله عاصم وايي، په کندهار ښار او ولسواليو کې د بيارغونې د ٣١ پروژو کار روان دى، چې ١٦ يې د ښاروالۍ د ٣٥٣ ميليونه افغانيو په لګښت او ١٥ نورې يې د ٢.٢ ميليونه افغانيو په لګښت د همکارو موسسو له خوا تمویلېږي. په دغو پروژو کې ۷۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په یادو پروژو کې په کار بوخت کسان وايي، که څه هم د دوی عاید کم دی، خو د خراب اقتصادي وضعیت له کبله په همدې پیسو هم بسنه کوي. د کندهار ښاروالۍ مسوولين يادې پروژې لويې ګڼي او وايي، د کارونو بشپړېدو ته يې ډېر وخت په کار دى.
































