د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي د دغه ریاست سره د ۵۸ قلمه طبي او غیر طبي تجهیزاتو د ترلاسه کولو خبر ورکوي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر فیصل احمد فنا وايي، چې ۵۸ قلمه طبي او غیر طبي تجهیزات چې په کې المارۍ، څوکۍ، د اکسیجن ډبې، د عملیاتي خونې تجهیزات، د معایناتو تجهیزات، برښنایي طبي وسایل، د زېږنتون وسایل، د حفظ الصحې وسایل او داسې نور واړه او لوی توکي شامل دي. احمد فنا زیاته کړه، چې دغه توکي د کف موسسې او د HER پروژې په مالي مرسته اخیستل شوي چې ټولیز ارزښت یې ۳۴۰۰۰ زره امریکایي ډالره دی. نوموړي وویل، چې دغه طبي او غير طبي وسايل به د لوګر په ټولو روغتيايي مرکزونو کې ناروغانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه وکارول شي.
































