د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیي فدراسیون د ولسمشر له سلاکار حسینویچ سره په کتنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړ تیا، سوداګرۍ او په بېلابېلو برخو کې پر همکاریو ټينګار کړی او د دواړو هېوادونو اړیکې یې مخ پر وده او مهمې بللې دي. حسینویچ په بېلابېلو برخو کې د سرپرست حکومت لاسته راوړنې ستایلي او چمتوالی یې ښودلی، چې حکومت به یې له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کي همکاري وکړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې د افغانستان د اوسنیو پرمختګونو حقیقي تصویر باید نړیوالو ته وړاندي شي ترڅو نړیوال په حقیقت پوه شي.
































