په پکتیا کې د څه د پاسه ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۷ شبکو تړونونه له ځايي شوراګانو سره لاسلیک شول. دغه شبکې په مرکز ګردېز، زرمت، جانيخېلو او سیدکرم ولسوالیو کې جوړېږي چې پر مټ به يې ۱۵۰۰ کورنیو، یوې مدرسې، ۹ جوماتونو او څلورو ښوونځيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
































