د عراق په شمالي ښار حمدانیه کې د واده په مراسمو کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې تر دې مهاله په کې د ۱۱۵ کسانو د مړینې او ۲۰۰ کسانو د ټپي کېدو خبرونه تایید شوي دي. دغه اور لګېدنه تېره شپه رامنځته شوې او د سر زیان ترڅنګ یې مالي زیانونه هم اړولي دي. حمدانیه ښار کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې پېښه کې ټپي شوي کسان د عراق بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي. روغتیایي چارواکو ویلي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او له همدې امله ممکن د مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راشي. په ورته وخت کې د روغتیا وزارت ویلي، چې ټپیان د چټکې درملنې لپاره یې اضافي امبولانسونه او پرسونل سیمې ته لېږلي دي. د عراق لومړي وزیر ټولو اړوندو ادارو ته امر کړی، چې د ټپیانو درملنې ته پر وخت رسېدنه او له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته وکړي.
































