د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وايي چې د نړيوالو قوتونو د خوشحاله کولو لپاره پر افغانستان تور لګول د حل لار نه ده او ګاونډي هېوادونه بايد له دې کار څخه لاس واخلي، ځکه په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي ترينګلې کېږي او دا د هيچا په ګټه نه ده. نوموړي په کابل کې یوې غونډې ته دغه راز ویلي، چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ايران او پاکستان دې د کډوالو له ځورولو لاس واخلي او د نړيوالو اصولو او قوانینو مطابق چلند دې ورسره وکړي.
































