پښتونژغورنې غورځنګ د پاکستاني عسکرو له لوري پر لاریون کوونکو ډزې ستر جنایت بللی دی. ددغه غورځنګ غړی محسن داوړ وايي پاکستاني عسکرو په انګور اډه بندر کې پر هغو لاریون کوونکو ډزې کړې دي چې د پاکستاني عسکرو پر بې شرمانه کړنو یې اعتراض کړی دی. دده په خبره دغه عسکرو په دغه سیمه کې تېرېدونکو مېرمنو ته سپکاوی کړی و چې د خلکو د اعتراض سبب شوه. دی وایي پاکستاني عسکرو وروسته په بې شرمانه توګه پر عامو لاریون کوونکو هم برید کړی دی چې دا عمل یې ستر بشري جنایت دی. دده په خبره پاکستاني عسکرو ته په کار ده چې د پښتنو پر وړاندې له خپلو ظالمانه کړنو لاس په سر شي او دغسې شرمناک اقدامات دې نه ترسره کوي.
































