د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یوې چاودنې یو کس مړ کړی او ۱۶۲ نور یې ژوبل کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یادې چاودنې وروسته په سیمه کې اورلګېدنه هم رامنځته شوې، چې د مهار لپاره یې اور وژونکي ډلې سیمې ته رسېدلي دي. دغه چاودنه چې تاشکند کې هوایي ډګر ته څېرمه په یو ډیپو کې رامنځته شوې تر اوسه یې د لامل یې په اړه څه نه دي ویل شوي.
































