نن د چين دوديز سپوږمۍ اختر دی. چينايان ګرده سپوږمۍ د کورنۍ د غړو له ګرد ناستي سره تشبه کوي او هغه چينايان، چې له خپلو ټاټوبو او مېنو لرې په نورو ځايونو کې زده کړې او کارونه کوي، د سپوږمۍ اختر په شپه خپل خپلوان يادوي.
د چين لوړ پوړی مشر شي جين پینګ هم کله کله په خپلو خبرو کې خپل ټاټوبی يادوي.
نوموړي د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر کې د سپوږمۍ اختر په ورځ د قزاقستان په نظربايف پوهنتون کې استادانو او محصلينو ته د وينا پر مهال خپل ټاټوبی شان شي ولايت ياد کړ او ويې ويل: ((زما ټاټوبی شان شي ولایت د ورېښمو لارغونې لار د پيل ټکی دی. زه چې کله تاریخ ته کتنه کوم، نو په ذهن کې مې پر دې لرغونې لارې د روانو اوښانو په غاړو کې د جرس اوازونه کړنګيږي.))
































