ملګرو ملتونو په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې او بزګرو لپاره د بدیل معیشیت په برخه کې د مرستو جلبولو یو کاري ټيم جوړ کړی دی. په پام کې ده چې ملګري ملتونه تر راتلونکي میاشتې پورې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، نشه يي موادو تولید او قاچاقو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د دې راپور تر خپرېدو مخکې ادعا کوي چې سرپرست حکومت د کوکنارو کښت ښه ډېر کم کړی دی. یوې برتانوۍ موسسې السيس سږکال د جوزا په مياشت کې د یوې سروې پايلې اعلان کړې او ويې ويل، يوازې په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت له زرګونو هيکټارو څخه یو زرو هيکټارو ته راټيټ شوی.
































