د هند په پلازمېنې نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت تایید کړې چې د سپټمبر میاشتې له وروستۍ ورځې وروسته ټولې سفارتي چارې ځنډوي. په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت له لوري په دې اړوند یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ډیپلوماتیکي بې غورۍ او له ملاتړ پرته نور نو شونې نه وه، چې د سفارت مسوولین ورځنیو چارو ته دوام ورکړي. په اعلامیه کې د هند حکومت له لوري د همکارۍ او ملاتړ نشتوالي یادونه شوې ده. سپوتنیک خبري اژانس هم په نوي ډیلي کې د افغان سفیر فرید ماموندزي له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي، دا پرېکړه یې د یو لړ فشارونو او ننګونو له امله کړې ده.
































