د کندهار شکر پاره چې په وچه میوه کې بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو مهم قلم جوړوي، سږ کال هم ښه فصل لري. د مسوولینو په وینا، د افغاني شکر پارې ډېره برخه صادرات د چین او هندوستان هېوادونو ته کېږي، چې د کال څه د پاسه اته زره ټنه شکر پاره بهر ته صادره شوې چې له درکه یې، شاوخوا ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره عواید ترلاسه شوي دي. د شکر پارې سوداګر هم له خپل کاره خوښ دي، خو د ویزې د ورکړې په برخه کې له ګڼو ستونزو سر ټکوي. د شکر پارې د کاروبار د پيل په بهیر کې سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه برابریږي. دوی په ورځنۍ توګه ښه عواید ترلاسه کوي، تر څو د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزې پر حل کړي.
































