د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینې محمد ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه په «اسلام کې د ښځو رول» په نوم غونډه جوړه کړي. اغلې محمد دا خبره پرون په یوه خبري غوڼده کې کړې ده. نوموړې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو وضعيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دى او پر دغه حالت یې اندېښنه ښودلې ده. هغې د غونډې د ځای او دا چې کله به یاده ناسته جوړېږي، معلومات نه دي ورکړي. خو د افغانستان سرپرست حکومت بیا وايي، دوی د اسلام په رڼا کې د ښځو ټولو حقونو ورکړې ته ژمن دي او په هېواد کې د ښځو ډېری شرعي حقونه ورکړل شوي دي.
































