د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین په دغه ولایت کې ۱۲۵۰ کسانو ته د لنډ مهاله کاري زمینې د برابرولو خبر ورکوي. د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې د(UNHCR) موسسې په مالي ملاتړ راستنېدونکو، داخلي بېځایه شویو او بې وزله ۱۲۵۰ تنو ته د یوې میاشتې لپاره په خپلو سیمو کې د کار زمینه برابره شوه. ولایتي چارواکي وايي، دغه کاریګر چې ۱۰۰۰ تنه یې نارینه او ۲۵۰ ښځینه دي، د یو میاشت لپاره به د ۱۵۰ امریکایي ډالرو په بدل کې د مرکز مهترلام ،علینګار، علیشنګ او د دولت شاه ولسوالیو اړوند په انتخاب شویو سیمو کې د ویالو، کانالونو او نورو برخو کې کار پیل کړي.
































