د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر، حسن کاظمي قمي ویلي چې، مسکو فارمټ کې یې د امریکا ورانوونکې ونډې ته په اشارې پر سیمه ییزو نوښتونو او د سیمه ییزې تماس ډلې پر جوړېدو خبرې کړي دي. قمي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې، د غونډې ګډنوالو په یوه خوله منلې چې افغانستان کې به د امریکا بیا ښکېلتیا مخه نیسي او د تېر شل کلن اشغال له امله د رامنځته شویو زیانونو مسوولیت به مني. کابل کې د ایران سفیر ویلي، د مسکو فارمټ غونډه کې د ترهګریزو ډلو پر وړاندې د افغانستان حکومت مبارزې ستاینه شوې او ټینګار شوی چې د افغانستان خلکو او سمیې هېوادونو ستونزو ته دې ځواب وویل شي.
































