جنګ يا چيني زيسير (Chinese Zither) د چين يو ډول عنعنوي او تار لرونکې آله ده او شاو خوا دوه زره کاله مخکې يعنې د چين د هان او تانګ د امپراطورۍ په دورو کې د ورېښمو لارې په وسيله زياتو هېوادونو ته ننوتلې او له اوږدې مودې راهيسې د دغو هېوادونو په ملي ځانګړتيا لرونکې موسيقي آلو بدله شوې ده.
د چين ميډيا ګروپ د هانګجو د اسيايي لوبو په مناسب د (( زړه په زړه )) په نوم د ترانې لپاره يوه ويډيو جوړه کړې. په دغه ويډيو کې د چين، جاپان، د کوريا جمهوريت، مغولستان او ويتنام موسيقي غږوونکو سره يو ځای د جنګ په وسيله دغه ترانه غږولې. دغه ترانې او د موسيقۍ ويډيو نه يوازې د اسيايي لوبو د لوبغاړو زړه پورته کړی، بلکې د دوستۍ او سولې د موندلو په اړه يې د آسيايانو ګډه هيله ښودلې ده.

دا لومړی ځل دی، چې د پنځو اسيايي هېوادونو موسیقي کاران په ګډه د جنګ له لارې يوه ترانه نندارې ته وړاندې کوي. د دغې ترانې جوړونکي لي لې ويلي، چې ((زړه په زړه)) دغه ښايسته ترانې نه يوازې د چين د يانګځه سيند د جنوبي غاړې په پرتو سيمو کې د خلکو د عنعنوي ژوند احساس ښودلی، بلکې له ټېکنالوژۍ، فېشن او حياتي قوت څخه ډک ښار په توګه د هانګجو عصري او سمسوره بڼه يې منعکس کړې.

د موسيقۍ (( زړه په زړه )) د ويډيو انځور

د چين موسيقي غږوونکی ليو يوی

د جاپان موسيقي غږوونکې اشيموټو کاوري

د کوريا جمهوريت موسيقي غږوونکې لي جي هيي

د مغولستان موسيقي غږوونکې سولونګو ګانکهوياګ

د ويتنام موسيقي غږوونکې نګوين تي تهان هوين
































