د ملت د بابا اعليحضرت محمد ظاهرشاه د زوی میرویس ظاهر جنازه د کابل په مرجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. میرویس ظاهر پرون د ۶۶ کلونو په عمر په کابل کې ومړ. خپلوان یې وايي، چې هغه یو نرم، زغم لرونکی او وطن پال شخصت وو او په وطن کې د خدمت کولو هيله یې په زړه کې لرله. میرویس ظاهر د محمد داوود خان په مشرۍ د ۱۳۵۲ کال له کودتا وروسته له افغانستانه ولاړ او په ۱۳۸۱ کال کې له خپل پلار محمد ظاهر شاه سره هېواد ته راستون شو. د افغانستان سرپرست حکومت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د میرویس ظاهر له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د هغه مړینه یې یوه ضایعه بللې ده.
































