ملګري ملتونه وایي په یوه وخت کې له ګڼو جنجالونو او کشمکشونو سره لاس او ګرېوان دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په لندن کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه د ملګرو ملتونو له نړیوال سازمان سره همکار نه دي او له کرونا سره د مبارزې په دې حساسو شرایطو کې یې په خپلو کې ناندرۍ پیل کړې دي. د ده په خبره کرونا د دې لامل شوه چې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او اړیکو اصلي کمیت او کیفیت نړیوالو ته روښانه کړي. هغه ویلي د دې وخت دی چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو او اصولو پر نوې تګلاره کار وشي او ځواکمن هېوادونه باید په دې پوه شي چې اوسنی کشمکش او تقابل نړیوالو ته د منلو نه دی.
































