په هلمند کې د شاتو مچیو د روزنې او شاتو د تولید کاروبار غوړېدلی دی. د شاتو مچیو کاروباریان وایي، تولید یې زیات او د کیفیت له اړخه هم ښه دی، خو له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو د وارداتو له امله یې بازار پیکه دی. دوی له بهرنیو هېوادونو څخه د شاتو په وارداتو د بندیز لګولو او هلمندي شاتو ته په کور دننه د بازار موندنې غوښتنه کوي. د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس شاه محمد وایي، اوس مهال له دوی سره د ۱۲۰ په شاوخوا کې د شاتو مچیو فارمونه ثبت دي او په پلان کې لري، چې د مرکزي حکومت په مرسته به ورسره لازمې همکارۍ وکړي. د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د کوکنارو پر کر او تولید تر بندیز لګولو وروسته ګڼو کسانو د شاتو مچیو، غواګانو، چرګانو او کبانو روزنې ته مخه کړې ده.
































