د کندوز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز کې د کرنیزو توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس امانالله حسن د یاد نندارتون د پرانیستې پرمهال په دغه ولایت کې د زون په کچه د یوې سترې سړې خونې د چارو له پیلولو خبر ورکړ او ویلي یې دي، چې د کروندګرو او بزګرانو د ستونزو حلولو په موخه روان کال به د اوبو رسولو په برخه کې د ۳۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت پانګونه وشي. د یادونې وړ ده چې یاد کرنیز نندارتون به ۳ ورځې دوام وکړي، چې په کې د سبزیو او مېوو لکه، مۍ، شولې، ، پیاز، جوار، پخته، غوړي، غنم، وريجې، هندوانې، خټکي، ناک او دې ته ورته نور کرنیزې توکي نندارې ته وړاندې شوې دي.
































