له پاکستان څخه د اردو ژبې خپریدونکې جنګ ورځپاڼې دې وروستیو کې په یوه تحلیل کې ویلي چې تیرو شپږو کلونو را په دیخوا د امریکا په مالي ملاتړ پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو پروژه د بشپړیدو په حال کې ده.ورځپاڼه وایي ددغه پروژې په تکمیلیدو سره دا ثابتیږي چې افغانان هم په اوسني حالت راضي او د ډیورند مسله یوه خوا بولي، جنګ ورځپاڼه د سوال په توګه لیکي چې په دې تړاو د افغان حکومت او طالبانو یو شان چوپتیا په څه مانا دي؟ وروسته خپله ځوابوي چې افغان حکومت او طالبان چوپ دي او کوم جدي او ښکاره دریځ نه لري، ورځپاڼه وایي په افغان حکومت کې د شمال ټلوالې پخواني رهبران او چارواکي یو مخ په دې نظر دي چې ډیورند ګټل یا پرې خبرې کړل د دوی د علاقې وړ مسله نه ده، دغه راز طالبان چې د تیرو څو کلونو را په دیخوا په اکثریت مهمو مسایلو نظر څرګندوي او د افغانستان په راتلونکي کې مهم او کلیدي دي،دوی هم د افغان حکومت په څیر پر پوله د اغزن تار غځولو او تاسیساتو جوړولو باندې چوپ او پاکستان ته یې کوم مزاحمت نه دی کړی.ورځپاڼه د خپل تحلیل په پای کې لیکي چې په نیږدې راتلونکې کې پر پوله د تاسیساتو جوړولو او اغزن تار غزولو چارې بشپړیږي، چې دا به د پاکستان ساتلو لپاره ددغه هیواد په تاریخ کې د یوې مهمې پیښې په توګه ثبت کړل شي.
































