ټولګټو وزارت چارو وزارت وايي، چې د سالنګ تونل په ګډون د یادې لویې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې د سالنګ تونل د لومړۍ طبقې د کانکرېټ اچوونې چارې تر یوه کیلومټر بشپړې شوي او په وینا یې، هڅه کوي چې چارې یې ژر بشپړې کړي. که څه هم نوموړی د یادې لارې د چارو بشپړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي، چې سړه هوا به یې د کار پر وړاندې خنډ رامنځته کړي. حقشناس دغه راز ویلي، چې د سالنګ بدیلې لارې د «خاواک کوتل او دوشي-بامیان» لارې پر جوړېدو هم کار روان دی او په وینا یې، مسافرین دې له زغم او احتیاط کار واخلي. د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې نږدې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې دي. دغه لویه لاره د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
































