د نایجریا په شمال کې په زامفارا ولایت کې ځایي چارواکو پر غلو غږ کړی چې خپلې وسلې حکومت ته تسلیم کړي او په بدل کې به یې دوې غواوې ورکوي. چارواکي وایي چې په دغه سیمه کې وسله والې غلاوې پيل شوې دي او د شوکماریو د مخنیوي لپاره له غلو غواړي چې وسلې تسلیم کړي او له حکومت دې غواوې واخلي. په دغه سیمه کې د غوا لرل ستره شتمني بلل کېږي او د خلکو ورځنی ژوند له غوا او زراعتي محصولاتو تامینیږي.
































