د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت تر منځ د اداري پروسو ساده کولو په هدف هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون مسوولین وايي، د یاد کمېسیون له لوري په تېر یو کال کې په مختلفو ادارو کې ۳۶۰ بېلابېلې پروسې ساده شوې دي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رییس عبدالحنان عارف الله په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې یاده اداره هڅه کوي چې په ټولو ادارو او وزارتونو کې پېچلي پروسې ساده کړي. نوموړي په یاده غونډه کې وویل چې د دې ناستې اساسي هدف د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د پروسو ساده کول دي. د برېښنا شرکت تجارتي رییس عبدالرحمن رحماني هم یادې غونډې وویل، څومره چې په ادارو کې اصلاحات رامنځته کېږي، په همغه اندازه د حکومت او خلکو تر منځ واټن له منځه ځي.
































