د پروان د امنیې قومندانۍ مسوولین د دغه ولایت په شیخ علي او شنیواري ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له کبله د ۹ کسان د ټپي کېدو خبر ورکوي. امنیې قومندانۍ ویلي ، چې په شیخ علي او شینواري ولسوالیو کې د دریو موټر د ټکر له امله ۹ کسان ټپيان شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د سالنګ لویه لار بیارغونې له امله تړل شوې او د غوربند لاره له شمال څخه جنوب او جنوب څخه شمال ته تګ راتګ لپاره غوره شوې ده.
































