په کندوز ولايت کې د یونپس دفتر په مالي ملاتړ او ښاروالۍ ریاست سره په همغږۍ د دغه ولايت په بېلابېلو سیمو کې د پنځو سړکونو د کانکریټ کولو چارې پیل شوې. د دغه پروژې د پرانیستلو پرمهال د کندوز ښاروال ګلنبي انس وویل، چې د کندوز ښار اړوند شپږمه، اوومه او دریمه ناحیه کې د ۳ زره او ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د ۵ سړکونو د پخولو چارې د ۴۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې، چې په کې ۴۵ زره ۷۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوه.
































