په حکومت کې به سرپرستي د ولسي جرګې د اوړنیو رخصتیو تر پایه دوام کوي. د ولسي جرګې غړي وایي چې د زمري یا اسد له میاشتې د دوی اوړنۍ رخصتۍ پیلېږي او تر یوې نیمې میاشتې به دوام کوي. د دغه جرګې اداري پلاوی وايي، د دوی له ټینګار سره سره حکومت سرپرست وزیران د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته نه دي معرفي کړي، نو ځکه به سرپرستي تر یوې نیمې میاشتې پورې دوام کوي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي د اوړنیو رخصتیو تر پای وروسته که حکومت کابینه بشپړه کړې وه نو دوی به یې په اړه پرېکړه کوي. د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت پر مهال هم اکثریت کابینه سرپرسته وه او په دې دوره کې هم تر دې دمه وزیران د باور رایو د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته نه دي معرفي شوي چې دې مسئلې ډېرې نیوکې پارولې دي.
































