د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په یوه مرکه کې ویلي چې امریکا د افغان حکومت په غیاب کې له طالبانو سره معامله کړې ده. نوموړي دغه راز په ایران کې د طالبانو د دفتر لرل هم رد کړي او زیاته کړې یې ده چې ښایي د مشهد شورا طالبانو ځان ته خپله جوړه کړې وي خو د دوی لپاره ډېره مهمه نه ده. عراقچي د خپلو خبرو پر دوام له طالبانو سره د ایران اړیکو ته په اشارې ویلي، د نورو ډلو په څېر له طالبانو سره هم د نظر ورکولو او اورېدلو په کچه اړیکې لري. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملا اختر منصور په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ایران کې څه کول وویل، دی په دې اړه معلومات نه لري.
































