د ترکیې دفاع وزارت ویلي، چې د عراق په شمال کې یې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې د کردي یاغیانو شل پټنځایونه له منځه وړي. دا عملیات په انقره کې د پروني برید په غبرګون کې شوي، چې کرد کاګر ګوند یې مسولیت په غاړه اخیستی. د کردستان د کارګر ګوند په ۱۹۸۴ کال کې د ترکیې د حکومت پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې موخه یې د کردستان د یوه خپلواک حکومت جوړول دي. دغه وسله واله ډله د ترکیې، امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوې. د ترکیې دفاع وزارت د خپلو هوايي عملیاتو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړي.
































