د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې ۳۶ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او څارنې لاندې د « یونپس» ادارې په مالي ملاتړ او د «ډاکار» موسسې په تخنيکي همکارۍ، د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ په ۱۹ کلیو کې د څه د پاسه ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت، د ۳۶ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په یادو پروژو کې د ۱۳.۵ کيلومترو په اوږدوالي د کليوالي سړکونو، د ۱۴ کيلومترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول او د ۹۵۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. ویل شوي چې د یادو پروژو په تطبیق او بشپړېدو سره، ۱۸۰۰ کورنۍ په مستقیم او ۱۲ زره کورنۍ په غیر مستقیم ډول برخمنې شوې دي.
































