د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي تر پنځه دېرش میلیونه نور ایرانیان هم د کرونا له خطر سره مخ دي. د ایران ولسمشر په دغه هېواد کې د کرونا د چټکې پراختیا په اړه ویلي رسمي شمېرې په ځلونو کمې دي خو د دوی ارزونه ښيي چې تر ۲۵ میلیونه پورې ایرانیان دمګړی په کرونا ویروس اخته دي او ددې احتمال شته چې تر ۳۵ میلیونه پورې نور ایرانیان هم په کرونا اخته شي. ایران ټولټال ۸۱،۹ میلیونه نفوس لري چې له دې ډلې د روحاني په وینا ۲۵ میلیونه یې په کرونا اخته شوي دي. ایران کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېره هم لوړه ده او ددغه هېواد چارواکي هڅه کوي د کرونا د لا پرمختګ مخه ونیسي.
































