عدلیې وزارت وايي، چې د یوې میاشتې په موده کې یې له ۳۰ زره جریبه زیاته دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دولتي ځمکې او جایدادونه د «امارت ځمکې» په نوم یاد کړي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ټولو ولایتونو کې د اماراتي ځمکو د تفتیش، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر روان دی او د زرګونه جریبه ځمکې قضیه تر څېړنې لاندې ده.
































