هلمند کې ۱۱ تنو بهرنیو سيلانيانو د تاریخي آبداتو څخه لیدنه کړې ده. د آلمان، امریکا، نیوزیلنډ، او سویلي افریقا یولسو تنو چې پنځه تنه پکې ښځې وې پرون د دې ولایت له تاریخي ځایونو څخه لېدنه کړې ده. یادو سیلانیانو په افغانستان کې له شته امنیت څخه خوښي ښودلې ده. دوی ویلي، چې افغانستان کې ډاډمن امنیت د دې سبب شوی چې له بهر څخه سیلانیان دې هېواد ته راځي او له تاریخي سیمو څخه لیدنه کوي.
































