د فراه سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د یوه استنادي دېوال چارې د ۴۷ زره ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد عبدالحي سباوون وویل، چې د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اړوند په ننګ آباد کلي کې د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي او ۳.۵ مترو په لوړوالي، د یوه استنادي دېوال د رغولو چارې د UNDP موسسې په مالي ملاتړ، د ۴۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې.
































