چینایي سوداګر د پکتیا او خوست د جلغوزیو پېرلو او چین ته یې د لېږدولو په موخه د لومړي ځل لپاره پکتیا ته تللي دي. د پکتیا د سوداګرۍ خونې مسوول حسیب ګردېزی د جلغوزیو پېرلو لپاره دغه ولایت ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بولي او وايي، په دې سره به د جلغوزیو سوداګري لا پراختیا ومومي. پکتیا ته تللي چینایي سوداګر وايي، په پکتیا او خوست ولایتونو کې یې د جلغوزیو د کیفیت معلومولو او پروسس په برخه کې ارزونې کړي او ډېر ژر به د جلغوزیو اخیستو قرارداد وکړي. په ورته وخت کې په پکتیا کې د جلغوزیو یوشمېر سوداګر وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۶۰ سلنه کم شوي، خو په خبره یې، بیه یې د پخوا په پرتله لوړه شوې ده.
































