د اسیا لویې وچې په شاوخوا اوبو کې سمندري غلاوې دوه برابره شوې دي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د کرونا ویروس له پراختیا وروسته د اسیا په شاوخوا سمندورونو کې سمندري غلاوې او تاړاکونه ډېر شوي دي. په راپور کې راځي چې په تېر ۲۰۱۹ز کال کې د سمندري غلاوو ۲۵ پېښې ثبت شوې وې خو د روان ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پنځوس سمندري غلاوې شوې دي. دا غلاوې په هغو سیمو کې شوې دي چې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ پکې ډېر دی. تر ډېره دا پېښې د هند، بنګلدیش، ویتنام، چین، فیلپين او اندونیزيا په اوبو کې شوې دي. د سمندري غلاوو د مخنیوي ادارې هم ویلي چې د غلاوو ډېرېدلو یې اندېښنې زیاتې کړې دي خو دوی هم د مخنیوي لپاره اړین تدابیر پيل کړي.
































